اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) د نادرا لخوا اولس ته اطلاع وركړې شوې ده چې د ستمبر په 25مه نېټه د خالي په ورځ د شپې د 10 بجو نه به د ستمبر تر 26مه نېټه د اتوار ورځې تر سهار 8 بجو پورې د نادرا سروسز د اپ ګرېډېشن په وجه معطل وي. د نادرا وياند لخوا جاري شوې خبرپاڼې له مخې د نادرا سسټم اپ ګرېډېشن په وجه تېره شپه د 2 بجو نه تر سهار 8 بجو پورې د نادرا سروسز تعطل سره مخ وو. د نادرا سروسز اوس بحال كړې شوي دي او سسټم اوس په مكمل توګه كار كوي. په خبرپاڼه كښې وئيلي شوي دي څې راتلونكې اوبه به د خالي او اتوار په ورځ د سسټمز اپ ګرېډېشن په وجه د نادرا سروسز معطل وي.
مضمون کا ماخذ : پاور بال کی پیشن گوئی