اسلام آباد۔17مئی(اے پی پی) په ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا نور 7 كېسونه رپورټ شوي او د 7 كسانو حالت اندېښمن ښودلے شوے دے۔ د شورؤ په ورځ د روغتيا قامي ادارې (اېن آئي اېچ) لخوا د جاري شويو شمېرو له مخې په ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس دوه زر 820 ټېسټونه وكړې شول په كومو كښې چې د 7 كسانو ټېسټونه مثبت راغلي دي چې ورسره مثبت شرح 0.25 فیصده پاتې شوه۔ په دې مهال د كورونا د لاسه بل كوم رنځور په حق نه دے رسېدلے بياهم د 7 رنځورانو حالت اندېښمن ښودلے شوے دے۔ په اسلام آباد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال په 384 ټېسټونو كښې د 6 ټېسټونو په مثبت راتللو مثبت شرح 1.56 فيصده پاتې شوه۔(
مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز